په هلمند ولایت کې د غواګانو روزنې ۷۳ فارمونه د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست سره ثبت او راجستر دي، چې په هر فارم کې سلګونه غواګانې روزل کېږي. په مرکز لښکرګاه کې د غواګانو یو خصوصي فارم د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی، چې په ورځني ډول د ۵۰ زره افغانیو په ارزښت شیدې تولیدوي. د یاد فارم مسوول وايي، په دغه فارم کې تر ۱۲۰ زیاتې لويي او نسلي غواګانې روزل کېږي، چې شیدې یې د هلمند تر څنګ کندهار ولایت ته هم وړل کېږي. بلخوا په دغه فارم کې شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.
































