د پاکستان سترې محکمې له حکومت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د بندولو لپاره د فعالانو له خوا د شوې عریضې په اړه محکمې ته ځواب ووايي. تر دې وړاندې یو شمېر فعالانو ویلي وو چې لنډمهاله حکومت د پاکستان د ستراتیژیکو مسایلو په اړه د لویو پرېکړو صلاحیت نه لري. پاکستاني رسنیو د پاکستان د سترې محکمې له قوله ویلي چې حکومت یې باید په دې اړه خپل ځواب وړاندې کړي.
































