د راپورونو له مخې طالبانو د کندهار-هلمند پر لویه لار په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو دوه موټربم بریدونه کړي او تلفات یې اړولي دي. ویل کېږي چې په دغه پېښه کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي. بلخوا د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم دغه پېښه تایید کړې ده. دده په خبره وسله والو طالبانو تېره شپه د هلمند-کندهار لویې لارې پر امنیتي پوستو موټربم بریدونه کړي دي چې په هغه کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي. تر دې څو ورځې وړاندې هم طالبانو ددې مسیر پر پوستو موټربم او وسله وال برید کړی و، چې افغان سرتېرو ته یې تلفات اړولي وو.
































