د بغلان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولین وايي، چې د روان لمریز کال په لومړیو ۶ میاشتو کې یې څه باندې ۲۷ میلیونه افغانۍ عواید د بېلابېلو خدمتونو له امله راټول کړي دي. د ياد ولایت د احصایې او مالوماتو رییس ګل رحمن رحماني وايي، چې د روان کال په ۶ میاشتو کې یې د برېښنايي او کاغذي پيژندپاڼو د وېش، د زېږون کارت، د کاغذي پېژندپاڼې د تاییدۍ او د فوتي پارچې د وېش له امله ۲۷ میلیونه، ۱۰۱ زره ۶۵۰ افغانۍ عواید راټول کړي دي. رحماني ویلي، چې خپلو مراجعینو ته یې په دې ولایت کې د سن اصلاح او ګڼې نورې اسانتیاوې رامنځته کړي او هڅه کوي، څو په چټک ډول لازم خدمتونه خپلو مراجعینو ته وړاندې کړي.
































