د راپورونو له مخې د افریقا په زامبیا هېواد کې تر سختو اورښتونو وروسته د ځمکې ښویېدنې له امله په دغه هیواد کې د مسو کان یوه برخه نړېدلې، چې ۷ غیرقانوني کان کیندونکي پکې مړه او شل نور لادرکه شوي دي. اسوشېټېډ پریس خبري اژانس په یوه راپور ویلي، چې ګومان کېږي، لادرکه غیرقانوني کان کیندونکي به هم د دې پېښې له کبله مړه شوي وي. محلي پولیسو پرون شنبه رسنیو ته ویلي، چې د ځمکې ښویېدنې پېښه د پنجشنبې په ورځ ناوخته شوې او تر اوسه لا د مړه شويو کسانو جسدونه هم نه دي را ایستل شوي. پولیسو نه دي ویلي چې د پېښې په وخت کې څو کسان په کان کې وو، خو ګومان چېکېږي زیات قربانیان به تر خاورو لاندې شوي وي.
































