د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د خوست ولایت په قلموال مېنه کې د نجونو د یوه منځني ښوونځي لپاره د لسو نورو درسي ټولګیو د جوړېدو خبر ورکړی دی. د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه لس نوي ټولګي د دوی د یوې همکارې موسسې په مرسته جوړ شوي دي. د نجونو د دغه منځني ښوونځي یوه ښوونکي ویلي، په د دوی په ټولګیو کې د زده کوونکو ګڼه ګوڼه زیاته وه چې اوس دا ستونزه حل شوې ده.
































