هېواد ته د راستانه شویو افغانانو کمېسیون وایي، د راستانه شویو سوداګرو او صنعت کارانو لپاره هېواد کې د ننه د ځمکو ورکړې په لټه کې دي. د یاد کمیسیون د سوداګرو او صنعت کارانو کمېټې مسوول، نور الدین عزیزي د کمېسیون له مشر سره په لیدنه کې ویلي، چې راستانه شویو افغان سوداګرو ته په هېواد کې پانګونې ته هڅوي او د هغوی لپاره یې ځینې مالیاتي او تشویقي موارد هم په پام کې نیولي دي. حنفي په دغه لیدنه کې له بهر میشتو افغان سوداګرو او صنعت کارانو غوښتي چې په افغانستان کې له خپلې پانګونې سره د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.
































