د اطلاعاتو او کلتور وزارت هېواد ته راستنېدونکو کډوالو لپاره د کارموندنې په موخه یو شمېر ولايتي بستونه اعلان ته سپارلي دي. دمګړۍ یاد وزارت درېیم، څلورم او پنځم ولایتي بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان سپارلي او ټولو اړوندو ولایتي ریاستونو ته یې د یوه مکتوب په استولو سره لارښوونه کړې، چې خپل خالي بستونه د اداري اصلاحاتو له ادارې سره په همغږۍ اعلان ته وسپاري او هېواد ته د راستنو شویو کډوالو د استخدام په اړه ځانګړې پاملرنه وکړي. د یادونې وړ ده، چې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په اډانه کې یوه کمېټه راستنېدونکو کډوالو ته د کارموندنې په موخه جوړه شوې چې له هغوی سره د کار موندنې په برخه کې مرسته وکړي.
































