د ولسمشر لومړی مرستیال وایي د طالبانو د سرطان رېښې لا هم په پېښور او کوټه کې ژوندۍ دي. امرالله صالح پر خپل ټوېټر لیکلي دي چې د کوټې او پېښور شورا تر اوسه خپلو وسله والو ته د سولې په تړاو هېڅ خبره نه ده کړې او پر جګړه ټینګار کوي. دده په خبره هېڅ داسې اسناد هم نشته چې وښيي طالبانو له نړیوالو ترهګرو په تېره القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړې وي. امرالله صالح وایي طالبان فکر کوي چې نړیواله ټولنه او افغان حکومت یې تېر ایستلي دي، خو دوی پخپله تېروتلي دي. هغه ټینګار وکړ چې د سولې لپاره بنسټیز کار ته اړتیا ده او په طالبانو کې تر اوسه د سولې لپاره ذهینت له سره پیدا شوی نه دی.
































