د سرپرست حکومت رییس الوزرا د اسلامي هېوادونو عالمانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان اوسنی نظام له «علماوو جوړ دی» او اسلامي نړۍ د عالمانو هڅې ستایي. ملا محمد حسن اخوند همداراز ویلي، چې افغانستان دمګړۍ د زلزلې، سېلابونو او د افغان کډوالو له ستونزو سره مخ دی. رییس الوزار د فلسطین ستونزې ته په اشارې ویلي چې حل یې د نړۍ اسلامي هېوادونو یووالي ته اړتیا لري. خبرپاڼې د یاد پلاوي مشر علي قره داغي له خولې ویلي چې ټولنه یې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې مرستو ته ژمنه ده.
































