د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د قرغزستان له یو شمېر پانګوالو سره کتلي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د یاد هېواد پانګوالو، د هېواد د کانونو په برخه د پانګونې لېوالتیا ښودلې او د پانګونې لپاره یې د زمینې او آسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې ده. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم، هغوی ته ډاډ ورکړی چې د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې به هر ډول همکاري وکړي او په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو د پانګونې هرکلی کوي. تر دې وړاندې هم یو شمېر بهرنیو پانګوالو، په بېلابېلو سکټورونو په تېره بیا د کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې وه.
































