له پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو په لړ کې، ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت درې جګپوړي چارواکي روانه اونۍ اسلام اباد ته سفر وکړي چې د افغان کډوالو پر وضعیت او د پاکستان او د افغانستان د سرپرست حکومت د چارواکو تر منځ پر اړیکو خبرې وکړي. د پاکستان بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه بیان کې ویلي، دا کتنې له امریکا سره د افغانستان د وضعیت په ګډون پر یو لړ پراخو مسایلو د روانو خبرو برخه ده. د اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د کډوالو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله جولیټا والس نویس اسلام اباد ته ځي او له اړوندو چارواکو سره به د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړي. د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ به د ډسمبر په اوومه اسلام اباد ته ولاړ شي او ورپسې به د افغانستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیزابت هورسټ هم سفر وکړي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله به د زیانمنونکو کډوالو د خوندیتوب او د افغان کډوالو د خوندي ځای پر ځای کېدو د چټکتیا په اړه خبرې وکړي.
































