د ایران امنیتي چارواکو ویلي چې په تېرو پنځو ورځو کې يې ۱۶ زره هغه افغان کډوال له ایرانه ایستلي چې په غیرقانوني توګه هلته مېشت وو. د ایراني رسنیو د راپور له مخې، دغه کسان یې د دوغارون سیمې له لارې د افغانستان استازي ته ور سپارلي دي. په راپور کې راغلي، چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې نږدې ۳۲۸ زره افغان کډوال چې په غیرقانوني توګه ایران کې اوسېدل د خراسان رضوي ولایت له پولو افغانستان ته ستانه کړي دي.
































