پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي، دا چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو څخه ډېر اغېزمن شوی هېواد دی، باید د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو ناستې (کاپ ۲۸) ته بلل شوی وای. د یاد وزارت ویاند جانان سایق په یو ویډيویي پیغام کې ویلي چې، په هېواد کې د زرغون ګازونو د کارونې او دغو ګازونو د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره د حل لارو پیدا کولو په موخه په یاده ناسته کې د افغانستان د استازي ګډون مهم وه. د جانان سایق په خبره، د تېر کال شمېرې ښيي چې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانان د اقلیمي بدلونونو له امله زیانمن شوي دي. تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام هم په تېره لړم میاشت کې ویلي وو چې وچکالي په افغانستان کې د هغو میلیونونو بزګرانو لپاره یو ناورین رامنځته کړی چې د عاید بله سرچینه نه لري.
































