د بغلان د برېښنا ریاست مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې د برېښنا د یوې پروژې په بشپړېدو سره له سلو زیات پېرودونکي له برېښنا برخمن شول. د بغلان د برېښنا رییس سردارولي حمزه وايي، چې د بغلان برېښنا ریاست د شبکې پراختیا لړ کې دا ځل په الله خان کلي کې د ۱۶۰ کېلو ولټه امپیر په ظرفیت یو ترانسفارمر نصب او پرانیستل شو او خلکو ته یې د برېښنا وېش پیل شو. مسوولین وايي، چې دا پراختیايي پروژه له پخوانیو نیمګړو پاتې شویو پروژو څخه وه چې اوس بشپړه او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
































