راپورونه وایي د اوکراین په ختیځ کې روسي ځواکونو د دونېڅک سیمې پر اویدیفکا ښار د برید لپاره حملو ته زور ورکړی او غواړي چې یو ځل بیا دا ښار ونیسي. د اویدیفکا ښار د پوځي ادارې مشر ویتالي باراباش پرون دولتي رسنیو ته وویل، چې اوکرایني ځواکونه له څو اونیو راهیسې له روسي پوځیانو سره په درنو جګړو کې ښکېل دي او دوی هڅه کوي چې د دې صنعتي ښار پر لور د روسي پوځیانو د پرمختګ مخه ونیسي. هغه زیاتوي چې اوکرایني ځواکونه اوس مهال له یوه نوي اړخه د روسي سرتېرو له حملو سره مخامخ دي. اوکرایني قوماندانانو ویلي چې روسي ځواکونو ته د پوځي عملیاتو پرمهال سخت تلفات اوښتي دي.
































