د بامیانو ولایتي چارواکي وايي چې د ښځو لپاره یې ځانګړی سوداګریز، تفریحي او فرهنګي مرکز پرانیستی دی. د بامیان د والي مطبوعاتي دفتر پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا مرکز د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ UNHCR په مالي لګښت مرکز ته نږدې د عیسی خان دښتې په نوم سیمه کې جوړ شوی دی. خبرپاڼه زیاتوي چې دا مرکز د فامیلي بڼ په نوم یادېږي او د حرفوي زده کړو یوه څانګه، هټۍ، رستورانت، یو لوی سالون، شنه ساحه او تفریحي پارک لري.
































