د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې پرون د افغان کډوالو ۴۱۱ کورنۍ د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته را ستنې شوې دي. د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ۲۴۴ کورنۍ په تورخم او ۱۶۷ نورې د سپین بولدک له لارې اېستل شوې دي. د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تراوسه له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو شمېر له څلور لکه او لس زرو اوښتی دی. پاکستان د نومبر په لومړۍ نېټې راهیسې له هغه هېواده د څه باندې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوالو د اېستو لړۍ پيل کړې ده.
































