د ریاست الوزراء اداري مرستیال د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په شتون کې د یونیسف له ساحوي مسوول سنجی ویجسیکیرا او د بیل او ملینډا ګیټس بنیاد رییسکریس الیاس او مل پلاوي سره کتلي دي. په دې کتنه کې د یونیسف ساحوي مسوول ویلي، چې یونیسف په بېلابېلو په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو استفاده کوي. هغه وویل، چې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه پکې پولیو شتون لري، خو دوی غواړي چې نړۍ په بشپړ ډول له پولیو وژغوري. نوموړي همدا راز له سرپرست حکومته وغوښتل چې په دې برخه کې له یونیسف سره هراړخیزه همکاري وکړي. ورته مهال د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې د سرپرست حکومت په ټولو برخو په ځانګړي ډول د پولیو له منځه وړلو برخه کې هر راز مرستې او همکارۍ ته چمتو دی او له یونیسف موسسې او د بیل او ملینډا ګیټس بنسټ څخه یې وغوښتل چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هم د روغتیایي مرکزونو جوړولو ته پاملرنه وکړي.
































