ټاکل شوې نن چهارشنبې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د منځني ختیځ دوو هېوادونو سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي. دا د کرونا وبا تر خپرېدو وروسته سیمې ته د نوموړي لومړی سفر دی، خو باید وویل شي، چې د دغو درې هېوادونو د مشرانو ترمنځ د نورو نړیوالو ناستو په څنډه کې لیدنې کتنې شوې دي. د کرېملېن ویاند ویلي د بوختیاوو له امله د پوتین دغه سفر بېرته مسکو ته د ګرځېدو تر وخته پورې یواځې ۲۴ ساعته نیسي او په جریان کې به یې د سعودي او اماراتي چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو، د غزې پر کړکېچ، اوکراین کې روانې جګړې او نورو موضوعاتو خبرې وکړي. له کرېملېن ماڼۍ څخه په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې د پوتین دغه سفر لومړی اماراتو او بیا سعودي ته ترسره کیږي.
































