د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د کابل ولايت په خاک جبار ولسوالۍ کې د ۴٫۵ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د يوې شبکې د جوړېدو خبر ورکړی دی. ياده شبکه پرون د دغه وزارت د سرپرست له لوري د خاک جبار ولسوالۍ په برملنګ کلي کې پرانيستل شوه. په یاده شبکه کې د ۶۷ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د ۳۶ سولر تختو نښلول، د ۱۶۲شیردهنونو نښلول او د ۵۳۶۱ مترو په اوږدوالي پایپ غځول شامل وو، چې په بشپړېدو سره د نوموړي کلي ۲زره ۲۸۷کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.
































