لوګر کې د پل علم ښاروالۍ مسوولینو د یاد ولایت د مرکز اړوندو سیمو کې د نږدې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوشمېر پروژو د پلې کېدو خبر ورکړی دی. د لوګر ښاروال محمد اسحق سعید ویلي چې په دغو پروژو کې د پل علم ښار اړوند د بابوس د اوبو د ویالو د پاسه سړک غاړې لښتیو او د پلګوټو جوړول او پرسړکونو کرېړ اچول شامل دي، چې لګښت یې د پل علم ښاروالۍ له لوري ورکول کېږي او چارې به یې په ۶ میاشتو کې بشپړې شي. هغه زیاته کړه چې د یادو پروژو په پلې کېدو سره د سیمې کسانو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده.
































