د بغلان د برېښنا ریاست مسوولین وايي، چې د روان کال په تېره میاشت کې یې ۴۴ میلیونه افغاني عواید راټول کړي دي. په لړم میاشت کې یاد ریاست څه باندې ۸۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې دا د تلې میاشتې عوایدو ته په کتو ۴۴ میلیونه افغانۍ زیاتوالی ښيي. د بغلان د برېښنا رییس سردارولي حمزه وايي، چې د دغه ولایت برېښنا ریاست تجارتي څانګې له لوري د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په لړم میاشت کې له متفرقه خدماتو څخه د ۲ میلیونه ۲۰۵ زره ۶۶۹ افغانۍ عواید او پلورل شوې برېښنا څخه۸۰ میلیونه ۱۳۰ زره ۵۵۰ افغانۍ عواید تر لاسه شوي، چې ټول عواید ۸۲ میلیونه، ۳۳۶ زره او ۲۱۹ افغانۍ عواید کېږي.
































