د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني چارواکو پر چلند اندېښنه څرګنده کړې ده. بینیټ پرون په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دی او نور کارپوهان له پاکستانه غواړي چې د افغان کډوالو د ساتنې لپاره حیاتي ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې، دوی له افغان کډوالو سره د پاکستان اوسني چلند او د استولو اړوند ستونزو ته اندېښمن دي. بینیټ دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې پرون یې په جنیواکې د ملګروملتونو له یو شمېر نورو کارپوهانو او ځانګړو راپور ورکونکو سره په غونډه کې برخه درلوده او له پاکستانه یې په زوره د افغان کډوالو د ایستلو پر مسلې خبرې وکړې.
































