کابل کې د هند سفارت ۱۱ افغان سیکانو ته ویزې صادرې کړې دي. د یاد سفارت په وینا د افغان سیکانو اتمه ډله نن له کابل څخه نوي ډیلي ته رسیدلې. کابل کې د هند سفارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یو شمېر هغو افغان سیکانو ته یې هند ته د تګ زمینه برابره کړې ده چې دغه هېواد ته یې د تګ لیوالتیا لرله. د یادونې ده چې د هند سفارت د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په مارچ میاشت کې په کابل کې د سیکانو پر عبادتځای له بریده څلور میاشتې وروسته ویلي وو، هغه سیکان چې هند ته د تګ لیوالتیا لري دوی یې منلو ته چمتو دي.
































