د پنجشیر ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت د چهارمغرو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله نږدې ۲۴ ټنه زیاتوالی راغلی دی. د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالوماتو له مخې سږ کال د پنجشېر ولایت له ټولو ولسوالیو څخه ۲۴۱مټريک ټنه د چهارمغزو حاصلات راټول شوي دي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېر ۲۱۷ متريک ټنو ته رسېده. د یاد ولایت د کرنې ریاست رییس وایي، چې د دغه ولایت په کچه ۲۱۲ هکتاره ځمکه د چهارمغزو پر ونو پوښل شوې ده او د دې ترڅنګ نوموړی زیاتوي چې مناسبه هوا، پر وخت بارانونه او د بڼوالو ملاتړ په دغه ولایت کې هغه څه دي، چې د چهارمغزو سږني حاصلات ورسره زیات شوي دي.
































