د افغاني سرې میاشتې او ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولینو له لوري د چپرهار ولسوالۍ دولت اباد فامیلیو په دوه نیم جریبه ځمکه کې د یوه روغتیایي مرکز د جوړولو چارې پيل شوې. د یاد مرکز د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس وویل دغه مرکز د یادې ادارې له لوري د درې میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي، چې د احاطې د دېوالونو په بشړېدو سره به په کانتینرونو کې د سرې میاشتې ادارې له لوري د سیمې نږدې ۲۵۰۰ کورنیو ته د عامې روغتیا له مقرراتو سره سم روغتیايي خدمات وړاندې کوي. نوموړي زیاته کړه افغاني سره میاشت اداره په ټول هېواد کې تر ۲۵۰ روغتیايي ټیمونه لري، چې په کال کې درې میلیونو افغانانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
































