د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې وړمه ورځ د پاکستان بندخونو د ازاد شويو ۱۱۴ تنو په ګډون له دغه هېواده ۶۹۱ تنه افغان کډوال راستانه شوي او د سپین بولدک له لارې هېواد ته راغلي دي. یاد وزارت دغه راز زیاته کړې چې په همدې نېټه ۱۸۸۲ تنه افغان کډوال له ایرانه هم را ایستل شوي چې د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راغلي دي. د وزارت په خبره له راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې هم شوي.
































