د میدان وردګو ولایت د اترا ادارې مسولین وايي، چې د دې ولایت په لرو پرتو سیمو کې یې څلور مخابراتي سایټونه جوړ کړي او یو شمېر نور تر کار لاندې دي. د دغه ولایت د مخابراتو ریاست مسوولین وايي، سږ کال یې په بېلابېلو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې فعاله کړې دي. د یاد ریاست مسوولین وايي، په راتلونکي کې پلان لري چې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د نورو مخابراتي شبکو تر څنګ د سلام مخابراتي شبکې انتنونه فعاله کړي، چې په دې سره به د میدان وردګو د لرې پرتو سیمو خلکو ستونزې په بشپړه توګه هوارې شي.
































