ولسمشر غني چې نن سهار د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د نیمروز ولایت زرنج ښار ته تللی و د خپل سفر په ترڅ کې یې د کمال خان بند له رغنیزو چارو هم لیدنه کړې ده. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي چې د یاد بند رغنیزې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې او تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې به ګټه اخیستنې ته وسپارل شي. کمال خان بند د نیمروز ولایت د مرکز زرنځ ښار په ۷۵ کیلومترۍ کې د چهار برجک ولسوالۍ شمال لور ته د هلمند پر سیند پروت دی. دغه بند د برېښنا تولید ظرفیت هم لري او په جوړېدو سره به یې له برېښنا څخه تر ۶۰ زره زیاتې کورنۍ ګټه واخلي.
































