د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان له افغان کډوالو سره د دغه هېواد له لوري روان چلند غیر انساني بللی. نوموړي په خپل پیغام کې ویلي چې له افغان کډوالو سره د پاکستان سرپرست حکومت چلند د اسلامي شریعت او ټولنیزو ارزښتونو خلاف عمل دی. عمران خان ویلي چې هجرت په اسلام کې ځانګړی ځای لري او د مهاجرینو سره نیکه رویه پر موږ فرض ده. هغه زیاته کړې د پاکستان اوسنی حکومت باید دې ته پام وکړي چې ګاونډیان تل یو بل ته اړتیا لري. د عمران خان په خبره، پاکستان تل افغان کډوالو ښه کوربه توب کړی؛ خو اوس د ناسمو پالیسو له کبله دا هرڅه خاورې کيږي.
































