د پاکستان د لاهور په ښار کې د روغتیا د برخې مسوولین وایي چې د ککړې هوا له کبله د ماشومانو ناروغۍ ۵۰ سلنه زیاتې شوې دي. د روغتیا مسوولین وایي چې د لاهور د حکومتي روغتون عاجله خونه په بیمارو ماشومانو باندې ډکه ده، دا ماشومان تر ډېره تنفسي ستونزې لري او په اسانه ساه نشي اخیستلی. لاهور، چې په تاریخي لحاظ د باغونو په ښار هم مشهور دی، اوس په لوګیو ککړ او پوښل شوی او د هوا د کیفیت له پلوه د نړۍ ککړه هوا لرونکی ښار بلل کېږي. د نومبر په میاشت کې په دغه ښار کې په غیر معمول ډول موسم ډېر سوړ شو او له کبله یې د هوا کیفیت هم خراب شو. د ګنګا رام روغتون یوې ډاکټرې ماریا افتخار وویل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د لاهور ښار هوا خرابه شوې او د ماشومانو روغتیا یې اغیزمنه کړې ده.
































