افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، د روانې ډیسمبر میاشتې تر دویمې یې له پاکستانه د څه باندې ۴۳۸ زره راستانه شویو افغانانو ته مرستې رسولي دي چې نږدې نیمایي یې ښځې دي. دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یوازې د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان څانګې ۱۳۳ زره او ۸۲۱ کسانو ته روغتیایي مرستې رسولي چې د سړیو ترڅنګ پکې نجونې او ښځې هم شاملې دي.د روغتیا نړۍول سازمان په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د لس میلیونه ډالرو بسپنې غوښتنه کړې خو تر دې دمه یې یوازې ۵۰۰ زره ډالر ترلاسه کړي دي.
































