د افغانستان د برېښنا شرکت رییس او د ترکمنستان هېواد د نړېوالو پروژو مسوول او د تخنیکي پلاوي مشر مراد آرتیکوف ګډه ناسته کې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال لپاره د برېښنا پېرودلو او د نورالجهاد سب سټېشن پروژې کارونو ژر بشپړېدو په اړه خبرې کړې دي. په دې ناسته کې د نورالجهاد سب سټېشن پروژې چارو ژر بشپړېدو باندې ټېنګار شوی او د ترکمنستان هېواد تخنیکي پلاوي مشرتابه د ۲۰۲۴ زیږدیز کال لپاره د برېښنا پېرودلو تړون لاسلیک لپاره عشق اباد ته د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ ورتګ بلنه ورکړې.
































