له ۱۹ کلنۍ د کم عمره ځوانانو د کرکټ اسیا جام سیالیو په پرانستلوبه کې هند افغانستان ته په اوو ویکټو ماته ورکړه. د لوبې پچه هند ګټلې وه خو د توپ اچونې پرېکړه یې کړې وه. افغانستان په خپله پاڼۍ کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو په پنځوسو اورونو کې ۱۷۳ منډې جوړې کړې او هند ته یې ۱۷۴ هدف وټاکه. هند په ۳۷ اور کې د درو لوبغاړو په سوځېدو دغه کم هدف ترلاسه او له افغانستانه یې په اوو ویکټو لوبه وګټله.
































