په کندهار کې سږ کال د جوارو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، چې سږ کال یو شمېر کروندکرو په خپلو ځمکو کې جوار کرلي او ورسره به شاوخوا ۱۹ زره ټنه حاصلات راټول شي. خو کروندګر بیا وايي، د اوبو د کمښت او نباتي افتونو له امله یې حاصلات یوڅه زیانمن شوي دي. بزګران وايي، چې د حاصلاتو کچه يې ښه وه خو که چېرې د کرنې رياست له لوري پر وخت دوى ته اصلاح شوي تخمونه او نور امکانات ورکړل شي، د دوى د حاصلاتو کچه به څو برابره نوره هم لوړه شي.
































