د غزني ښاروالۍ له لوري په دغه ښار کې دوه څلور لارې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د غزني ښاروال محمد نبي حمزه وايي، چې پر یادو څلور لارو ۲.۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او یادې دواړه څلور لارې د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني په ښار کې جوړې شوې دي. د حمزه په خبره، د یادو دواړو څلور لارو نومونه عمري او غزنویان دي او د غزني ښاروالۍ غواړي تر څو د ښار د لاښکلا په موخه د ښار په بېلابېلو سیمو کې نورې څلور لارې هم جوړې کړي.
































