د ریاست الوزرا اداري مرستیال، د ترکیې د عارفان موسسې له رییس عمر فاروق مدرس اوغلو سره کتلي دي. په دې کتنه کې د عارفان موسسې رییس، په افغانستان کې د سراسري امنیت پر تامین خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې د ترکیې پانګوال غواړي په افغانستان کې د انرژۍ، مواصلاتي لارو، کانونو استخراج، لوژستیک او ساختماني برخو کې پانګونه وکړي او د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي چې په دغو برخو کې ورته د لازمو امکاناتو په برابرولو ورسره همکاري وکړي. د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې سرپرست حکومت په افغانستان کې هر ډول پانګونې ته زمینه برابره کړې او له ټولو پانګه والو او سوداګرو څخه غواړي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. هغه ویلي، سرپرست حکومت سوداګرو او پانګه والو ته د هر ډول لازمو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې له خپلو هر راز هڅو درېغ نه کوي.
































