په هرات ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله د ویجاړو شویو تاریخي ودانیو د بیارغونې چارې پيل شوې. دوه میاشتې وړاندې د زلزلې له امله د دغه ولایت ډيری تاریخي ابدات زیانمن شوي وو. د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې اوسمهال هڅه کوي، چې د یادو ودانیو د لا ویجاړېدو مخه ونیسي، خو په راتلونکي کال کې به د دغو تاریخي ابداتو د بیارغونې بنسټیز کار پيل شي. د هرات اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت منارونه او نورې تاریخي ودانۍ هم جدي ساتنې او پاملرنې ته اړتیا لري. دامهال د اختیارالدین کلا د برجونو ساتنه شوې او د ویجاړو شویو برخو د بیارغونې چارې یې روانې دي. هغه انجینیران چې اوسمهال د دغو تاریخي ودانیو په بیارغونه بوخت دي، وايي، چې د مسلکي کارګرانو د نشتوالي له امله د کار بهیر ورو پر مخ ځي.
































