د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت وايي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو راهیسې هېواد کې نږدې ۱۰۰ زره روږدي کسان راټول شوي او د درملنې مرکزونو ته معرفي شوي دي. د دغه معینیت د دفتر رییس زیاتوي، ځينې دغه روږدي کسان تر درملنې لاندې دي او ځیني يې له درملنې وروسته په مسلکي زدهکړو بوخت دي. ورته مهال، له نشه يي توکو ځینې روغ شوي کسان چې مسلکي زدهکړې کوي وايي، خوښ دي چې درملنه يې شوې او له سرپرست حکومت غواړي چې د هېواد د ټولو روږدو کسانو درملنه دې وکړي. د دوی په خبره، په خیاطۍ، نجارۍ، د موبایل جوړولو او نورو بېلابېلو مسلکونو کې يې ښې زدهکړې کړې دي. د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معینیت وایي، په پام کې لري چې په راتلونکي کې د هېواد په لسو زونونو کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره لس مرکزونه جوړ کړي او د هېواد په کچه شاوخوا ۸۰ زره روږدي کسان هم راټول کړي.
































