د نیشنل نشریه لیکي په افغانستان کې زرګونه پاکستاني جنګیالي فعالیت کوي چې د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو امنیت ته یې خطرونه جوړ کړي دي. ددغه نشریې په وینا په افغانستان کې له ۶ زره تر ۶۵۰۰ پورې پاکستاني جنګیالي فعالیت کوي. سرچینه وایي ملګرو ملتونو هم ویلي چې ډېری پاکستاني وسله وال په افغانستان کې فعال دي چې ځینې یې له القاعده، طالبانو، پاکستاني طالبانو او داعش ډلې سره اړیکه لري. تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ان دا هم ویلي وو چې ایمن الظواهري د القاعده شبکې له نږدې ۶۰۰ غړو او جنګیالیو سره په افغانستان کې فعالیت کوي.
































