د پکتيکا ولايت د سرحوضې او ارګون ولسواليو ترمنځ غځېدلی سړک، چې ځينې برخې يې د سېلابونو له کبله ویجاړې شوې وې بېرته ورغول شوې. د دغه سړک د بيارغونې چارې د ياد ولايت د ټولګټو رياست له لوري د ولايت مقام په مالي ملاتړ ترسره او بشپړې شوې. د مسوولینو په خبره د سرحوضې – ارګون سړک او استنادې دېوال د مسلکي انجینرانو تر څار لاندې په اساسي او معیاري ډول د شااوخوا دوه میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یادونې وړ ده، چې د پکتيکا د ټولګټو چارو ریاست د مرکز نه تر ولسوالیو پورې د سړکونو په داغګيري سربېره ویجاړ پلچکونه د بیا ځل لپاره جوړ کړي او په ځینو ساحو کې لا هم د بیارغونې چارې روانې دي.
































