د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کندهار ولایت د سفر پر مهال د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د تدریسي روغتون د رغولو د چارو د پيل په مراسمو کې ویلي، چې سرپرست حکومت په هېواد کې د لوړو زده کړو د کیفیت لوړولو ته ژمن دی. نوموړي ویلي، د لوړو زده کړو د بهیر د پياوړتیا لپاره به سرپرست حکومت، هېواد کې دننه له خپلې بودجې د پوهنتون د استادانو د ظرفیت لوړونې برنامه هم پيل کړي. خو محصلین بیا د عملي زده کړو لپاره پوهنتونونو کې د عصري امکاناتو پر زیاتوالي ټینګار کوي.
































