وسله وال طالبان وایي ټول امریکایي عسکر به په ټاکلې موده کې له افغانستان وځي او که داسې و نه کړي طالبان به نوې پرېکړې کوي. د وسله والو طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر له یوې ایراني رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي دوی له امریکا سره هېڅ پټه هوکړه نه لري. دده په خبره د شته هوکړې له مخې باید امریکایي عسکر په ټاکلې موده کې په بشپړه توګه له افغانستان ووځي او که دوی پر دې ژمنه عمل و نه کړي طالبان به یې په اړه نوې پرېکړه کوي. هغه همدا راز ویلي چې د واک د انحصار نیت نه لري، خو په افغانستان کې به یو اسلامي نظام جوړوي. ده د طالبانو په لیکو کې د اختلافاتو شته والی هم رد کړی دی او په خبره یې ټولې پرېکړې د ټولو لورو په مشوره ترسره کېږي. ملا برادر د زندانیانو په اړه هم ویلي چې د ليست له مخې یې باید ټول زندانیان خوشي شي او په دې برخه کې نوی لیست افغان حکومت ته نه سپاري.
































