د ترکیې یو شمېر پانګوالو د اوبو او برېښنا له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د اوبو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده. له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې سرپرست وزیر ویلي، افغانستان له بېلا بېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید ظرفیتونه لري او دوی په دې برخه کې د هر راز پانګونې هرکلی کوي. نوموړي ټینګار کړی، چې د دواړو لورو د مسوولینو ترمنځ د لا زیاتي همغږۍ په موخه دې تخنیکي ناستې ترسره شي، ترڅو ډېر ژر د دې پانګونو لپاره زمینه چمتو او عملي چارې پیل شي. ترکیي پانګوال په داسې حال کې د اوبو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښيي چې سرپرست حکومت وايي، هڅه کوي د هېواد ټولې اوبه کنټرول او له دې برخې څخه د برېښنا او کرنې سکتور ته وده ورکړي.
































