د مریلنډ پوهنتون د ترهګرۍ د مطالعاتو څانګې ډېټابیس ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو په ترهګریزو بریدونو کې ډېروالی راغلی دی. دغه پوهنتون وایي د نړۍ په کچه په افغانستان کې د طالبانو له لوري تر ټولو ډېر ترهګریز بریدونه شوي دي. د یاد پوهنتون د ترهګریزو پېښو د ډيټابېس مشره ایرن میلر وایي د تېرو کلونو په پرتله د طالبانو په بریدونو کې ثابت ډېروالی راغلی دی. د نوموړې په خبره د تېرو کلونو په پرتله د طالبانو په بریدونو کې دوه سلنه او ددوی له لوري په اوښتو تلفاتو کې ۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی. نوموړې ویلي ددې تمه وه چې د سولې هوکړه بریدونه کم او جګړې ودروي خو اوس روان وضعیت ښيي چې دغه هوکړې د جګړې پر ډګر اغېز نه دی کړی.
































