د تخار ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوه شبکه جوړېږي. یاد ریاست ویلي چې دغه شبکه د دانیدا موسسې په مالي همکارۍ د رستاق ولسوالۍ په دشت باغ کلي کې د ۷۰۰ زره افغانيو په لګښت جوړېږي، چې په کې د۲۵۰۰ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول، د چینې جوړښت، د ۱۰ متر مکعب په اندازه د اوبو زېرمه جوړول او د ۳۶ نل لیکو نښلول شامل دي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې؛ د دغې شبکې په بشپړېدو سره به د یاد کلي ۱۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي. د یادولو وړ ده چې په دغه پروژه کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته هم د کار زمینه برابره شي.
































