د راپورونو له مخې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د ارجنټاین له سفر وروسته پرون ورځ د متحدوایالتونو په طرف په سفر تللی دی. د مالوماتو له مخې د زیلینسکي د سفر موخه داده، چې د واشنګټن له ملاتړ څخه ځان ډاډه کړي. راپورونه وایي، د امریکا ولسمشر جوبایډن زیلینسکي واشنګټن ته بللی دی څو له کییف څخه د خپل حکومت پر ملاتړ داسې مهال ټینګار وکړي چې له اوکراین سره د لسګونه میلیارد ډالره پوځي او اقتصادي مرستې پرسر په کانګرس کې د ډیموکراتانو او جمهوریپالو ترمنځ د نظر اختلاف روان دی، چې جمهوریپالو د بایډن دا طرح بلاک کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې دویم ژمی روان دی او زیلینسکي د پوځي مرستې راټولولو په موخه سفرونه پیل کړي دي.
































