د چاپریال ساتنې ملي ادارې د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره پنځه کلن پلان اعلان کړ. د دې ادارې د هوا د ککړتیا د تنظیم او کنټرول رییس وايي، دا اداره هڅه کوي، چې د هوا د ککړتیا کچه راکمه کړي. نوموړی زیاتوي، چې د روان لمریز کال د تلې میاشتې راهیسې یې، د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي دي. د هوا ککړتیا هغه ننګونه ده چې هر کال د ژمي د موسم په رارسېدو سره د پلازمېنې اوسېدونکي ورسره مخ کېږي. د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د سهار او شپې لخوا د هوا ککړتیا زیاتیږي او دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي. د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې په تېرو دوو کلونو کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه د ودانیو، حمامونو او فابریکو د خاوندانو لخوا تر ۳۰۰ ډېر فلټرونه نصب شوي دي.
































