په چین کې د افغانستان د سرپرست حکومت سفیر د چین دولتي شرکت «MCC» له رییس وانګ جیجنګ او پلاوي سره په دغه سفارت کې لیدلي دي. په چین کې د افغانستان سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغې لیدنه کې له MCC شرکت سره د مس عینک کان د استخراج د تړون په اړه خبرې شوي او د یاد شرکت رییس د مس عینک کان د استخراج د تړون ترلاسه کولو ته لېوالتیا ښودلې ده. د سرپرست حکومت سفیر ویلي چې د مس عینک کان د تړون په هکله د MCC شرکت او د سرپرست حکومت د اړوندو چارواکو ترمنځ سالم تفاهم رامنځته شي او د شته ستونزو او خنډو لپاره حل لار ولتول شي.
































